افغان او پاکستاني چارواکي وايي په اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان او امریکا درې اړخیزه غونډه د ښو نتیجو سره پای ته ورسیده.
د درې واړو هیوادونو استازو پریکړه وکړه، چې د هغې ډلې طالبانو لپاره چې د سولې له بهیر سره یوځای کېږي خوندي مسیر رامنځ ته کړي او همدارنګه د سولې له بهیر سره د طالبانو د یو ځای کیدو نورې لارې چارې ولټوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت مرسیتال جلال عباس له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل؛ درې واړو اړخونو په دې سلا وکړه، چې یوه ډله به جوړوي او هغه ډله به په دې اړه څیړنه کوي، چې هغه طالبان او وسله وال چې غواړي د سولې په بهیر کې برخه واخلي په څه ډول په دې بهیر کې ورګډ شي؟
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال جاوید لودین هم خبریالانو ته وویل؛ موږباید هغه کسان د سولې په بهیر کې ورګډ کړو، چې په افغانستان کې د سوله ییز ژوند غوښتونکي وي.