روسیه د افغانستان په اړه د شیکاګو په کنفرانس کې ګډون نه کوي

روسیه وايي، د افغانستان په اړه د شیکاګو په راتلونکې کانفرانس کې به ګډون ونه کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند الکساندر لوکاشي ویچ ویلي، هیواد یې د ناټو غړی نه دی او د شیکاګو په کنفرانس کې د برخې اخیستلو کوم پلان نه لري.

د راپورونو له مخې د ناټو عمومي منشي، د بروکسیل په غونډه کې روسیې ته بلنه ورکړه، چې په شیکاګو کې دې د ناټو د مشرانو په غونډه کې ګډون وکړي. خو مسکو تر اوسه دا بلنه نه ده منلې. دا غونډه تر ډیره د افغانستان په اړه ده.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وايي، دا د ناټو د مشرانو په غونډه کې روسیې ته دا بلنه په واقیعت کې د افغانستان په اړه په نړېوالو هلو ځلو کې د روسيې د رول له کبله ده.

تمه ده، چې د ناټو او ایساف د غړیو هیوادونو د مشرانو په ګډون دا کنفرانس د می پر یویشتمه شیکاګو کې جوړ شي.

ټاکل شوې، چې په دې کنفرانس کې به افغان ولسمشر حامد کرزی هم برخه واخلي.