د اسامه یمنۍ کونډې ته په عربستان کې د اوسېدو اجازه ورکړای شوه

سعودي عربستان د اسامه بن لادن یمنۍ کونډې ته ډاډ ورکړی، چې کولی شي له خپلو بچیانو سره په دې هیواد کې ژوند وکړي. د جمعې د ورځې په سهار پاکستان د القاعده د شبکې د وژل شوي مشر اسامه بن لادن د کورنۍ تر لسو زیات غړي له خپل هیواد څخه وویستل.

یوکال وړاندې په همدې شپو ورځو کې امریکايي چارواکو د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن پر کور چې لا د مخه یې نښه کړی و؛ عملیات پلان کړل او د مې په دویمه نیټه یې د پاکستان په ایبټ اباد کې نوموړی په خپل کور کې وواژه.

د اسامه بن لادن تر وژل کیدو وروسته د هغې میرمنې او د کورنۍ نورې غړي پاکستاني امنیتي ځواکونو د پوښتنو ګرویږنو لپاره ونیول او په پای کې یې پریکړه وکړه؛ چې دوی له خپل هیواد څخه وباسي.

اوس ویل کېږي چې د اسامه یمنۍ کونډې د سعودي عربستان له چارواکو ډاډ تر لاسه کړی چې کولی شي له خپلو ماشومانو سره په دې هیواد کې چې د اسامه بن لادن پلرنی هیواد دی و اوسیږي.

د اسامه د یمنۍ کونډې د کورنۍ یو غړي ویلي؛ چې املاحمد عبدالفتاح الصدا پریکړه کړي؛ چې د پنځو بچیانو سره په سعودي عربستان کې و اوسیږي او خپلي پلرني هیواد یمن ته ستنه نه شي.

ددې کس له خولېچې نوم یې نه دی یاد شویلودیځو رسنیو ویلي، چې په سعودي عربستان کې د اسامه بن لادن کورنۍد اسامه ددې یمنۍ کونډې او ددې د اولادونو ټول لګښت منلی دی.

امل او د اسامه دوه نورې کونډې د جمعې پر سهار له پاکستان څخه ایستل شوې دي. خو تر اوسه پورې د نوموړي د دوه نورو کونډو په اړه چې د سعودي عربستان تابیعت لري څه نه دي ویل شوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې د اسامه بن لادن د کورنۍ څوارلس غړي له پاکستان څخه ایستل شوي او د دوی له غوښتنې سره سمسعودي عربستان ته استول شوي دي.

د پاکستان حکومت د څه مودې لپاره د اسامه بن لادن درېکونډې او دوه ځوانې لوڼې دتحقیقاتو لپاره په بند کې ساتلې وې او په دې وروستیو کې یې پریکړه وکړه چې دوی له هیواد څخه وباسي.