رحماني: هغه وسله وال چې سولې ته غاړه ږدي باید مصوونیت ورکړای شي

د سولې د عالي شورا غړی ارسلا رحماني

مخکې مو واورېدل چې نن په اسلام آباد کې د افغانستان، پاکستان او متحدوایالاتو په درې اړخیزه غونډه کې پرېکړه وشوه؛ چې درې واړه هېوادونه به د هغو افغان طالبانو لپاره چې د افغان حکومت د سولې په اعلان شوي بهیر کې د ګډون لېوال وي؛ د یوې مصوونې لارې د موندلو لپاره پر لاروچارو غور وکړي.

په غونډه کې همداراز د یوې طرحې د جوړولو لپاره د کارپوهانو یوې ډلې ته د دندې سپارلو ژمنه وشوه. وسله والو طالبانو ته چې د سولې له بهیر سره یوځای کېږي د مصوونې لارې برابرولو معنا څه ده او په دې کې به د افغانستان د سولې د عالي شورا ونډه څه وي؟

احمدتکل پر دې موضوع د سولې د عالي شورا له غړي مولوي ارسلارحماني سره مرکه کړې ده:

Your browser doesn’t support HTML5

په پاکستان کې د غونډه په اړه له ارسلا رحماني سره مرکه