فرانسوا: که بریالی شوم د ښځو د مخ پر پټولو لګول شوی بندیز به لرې کړم

د فرانسې د جمهوري ریاست لپاره، سوسیالیست کاندید فرانسوا هولندې ویلي، چې د ټاکل کیدو په صورت کې به په فرانسه کې د ښځو د مخ پر پټولو د بندیز لرې کولو هڅه ونه کړي.

په فرانسه کې د قانون له مخې، په عامو ځایونو کې د ښځو پر داسې حجاب چې مخونه یې پټوي، لکه چادري او یا نقاب، بندیز دی.

مخکښ کاندیدان فرانسوا هولندې او جمهور ریس نیکولاس سارکوزي د (مې) په شپږمه نیټه یو وار بیا په ټاکنو کې سره مخامخ شي.

ځېنې نظر پوښتنې څرګندوي چې د سوسیالیستانو کاندید، فرانسوا هولندې تر ښي اړخي ولسمشر نیکولاس سارکوزي مخکې دی.