وروستیو سیلابونو ځاني او مالي زیانونه واړول

د طبیعي پیښو پر وړاندې د امادګیو د ادارې له هڅو سره، بیا هم په هېواد کې وروستیو سیلاوونو، خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه واړول.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې، وروستي سیلاوونه د هېواد په شاوخوا شلو ولایتونو کې راوتلي، چې په لسګونو خلک یي وژلي،په زرګونو کورونه یي وران او په زرګونو جریبه ځمکه یي له منځه وړې ده.

دا اداره وایي، زیانمنو شوېو سیمو ته یي مرستې رسولي او هڅې یي تیزې کړي، چې د دولت د نورو ارګانونو او موسسو په مرسته نورې مرستې هم ور ورسوي.

تفصیل د خان محمد سیند په راپور کې:

Your browser doesn’t support HTML5

د خان محمد سیند راپور