اوکراين د چرنوبل اټومي غميزې د شپږويشتمې کاليزې په ياد غونډه کوي

اوکراين د چرنوبل اټومي غميزې د شپږويشتمې کاليزې په ياد غونډه کوي.

د ١٩٨٦میلادي کال د اپرېل پر شپږويشتمه د چرنوبل اټومي بټۍ يو ري اکتور په اوکراين، بېلروس او د اروپا په نورو برخو کې د راډيو اکټيف وړانګو د خپرېدو سبب شو، چې د يوې بېسارې خو سوله ييزې اټومي غميزې سبب شوه.

که څه هم د اټومي انرژۍ د څار اداره وايي، سره له دې چې په دې پېښه کې هغه وخت لسګونه کسان وژل شوي وو، خو بيا يې هم نهايي اغېزې ونه ليدل شوې.