افغان جهادي مشرانو د کابل او واشنګټن ترمنځ د ستراتیژيک سند، مسوده پرون تایید کړه

په افغانستان کې د جهادي مشرانو مشورتي شورا د کابل او واشنګټن ترمنځ د اوږدې مودې ستراتیژيکو اړیکو د سند، مسوده پرون تایید کړه .

د ولسمشر د مطبوعاتي دفتر اعلامیه وايي، چې دا مسوده د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو د لاسلیک لپاره تیاره ده.

د افغانستان د جهادي مشرانو مشورتي شورا غړو، د دې سند په اړه د غور لپاره پرون (چهارشنبه) په ارګ کې له ولسمشر حامد کرزي سره کتلي دي.

اعلامیه وايي، چې په دې کسانو کې، د افغانستان د سولې د عالي شورا نوی ټاکل شوی مشر، صلاح الدین رباني هم شامل وو .