د چین صدراعظم په پولنډ کې د ختیځې او جنوبي اروپا له زیاتو مشرانو سره وکتل

د چین صدراعظم وین جیاباو پرون په یوې اقتصادی غونډه کې چې د پولنډ په پایتخت وارسا کې جوړه شوې و، د ختیځې او جنوبي اروپا له لسو څخه زیاتو مشرانو سره وکتل.

چین لیواله دی چې د سیمې له هېوادونو سره د سوداګری اړیکې پراخې کړي.

د پولنډ له صدراعظم دونالد تاسک سره له خبرو وروسته وین د سی شنبه په ورځ وویل چې چین غواړی په راتلونکو پنځو کلونو کې له دې هېواد سره دوه اړخیزه سوداګري پنځه چنده زیاته کړی.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ راکړه ورکړه په ۲۰۱۱ کال کې ۱۴،۶ میلیارډ ایرو وه.

چینایي چارواکو ویلي، چې پیکنګ لیواله دی چې د پولند په بانکې سیستم، کانونو، انرژی او ترانسپورتی سکتورونو کې پانګونه وکړي.

له پولند څخه په کتنه اروپا ته د چین د صدراعظم سفر هم پای ته رسیږی.