د هلمند ولایت په واشیر ولسوالۍ کې شل تنه وسله وال وژل شوي

د هلمند ولایت چارواکي وایي، چې په واشیر ولسوالۍ کې شل و وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د هلمند د والي ویاند داوود احمدي ویلي، چې په وژل شویو مخالفینو کې د طالبانو درې سیمه ییز قوماندان او د واشیر ولسوالۍ لپاره د طالبانو ټاکل شوي ولسوال هم شامل دی.

خو چارواکو دا نه دي ویلي، چې دا مخالفین کله او په څه ډول وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.