د امریکا د دفاع وزارت او استخبارات د یوه واحد پر جوړولو کار کوي

امریکايي رسنۍ وايي، د دې هیواد د دفاع وزارت د استخباراتو د یوه نوي واحد په جوړولو کار کوي.

دا د استخباراتي چارو د بیا منظم کولو یوه برخه ده، چې د جګړې له سیمې اخوا د پوځ د جاسوسي هڅې پراخوي.

د پنټاګون یو لوړ رتبه مقام چې خپل نوم يې نه دی یاد کړی ویلي، دغه نوي مخفي دفاعي خدمات به له مرکزي استخباراتو سره نزدې کار کوي څو د پوځ او ″سي ای. اې″ تر منځ همکاري غښتلې کړي.

د دې نوي استخباراتي واحد د جوړولو پر پلان تیر کال وروسته تر هغې کار پیل شو، چې په یوې محرمې څیړنې کې وویل شول، چې پوځ باید د جګړې له سیمې څخه بهر د استخباراتي معلوماتو په ترلاسه کولو تمرکز وکړي.

امریکايي مقاماتو په دې اړه چې د دې نوي استخباراتي پروګرام هدف به څه وي له څه ویلو ډډه کړې خو راپورونه وايي، چې ایران او چین يې په اهدافو کې شامل دي.

د دې نوي استخباراتي واحد د جوړولو پلان تیر اونۍ د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیټا منظور کړی دی.