په سوریه کې د اوربند له اعلان سره سره بیا هم تاوتریخوالی دوام لري

په سوریه کې د بشري حقونو فعالان وايي، سره له دې چې د ملګرو ملتونو د پلان له مخې دغلته اوربند اعلان شوی، خو بیا هم تاوتریخوالي دوام لري چې له امله تر دې دمه ۶۰ کسان وژل دي.

د سوريې د بشري حقونو څارونکو ویلي، اکثره قربانیان ملکي وګړي دي، چې تیره ورځ په حما ښار باندې د حکومتي ځواکونو په بریدونو کې وژل شوي دي.

خو دا ادعا د خپلواکو سرچینو له خوا نه ده، تایید شوې ځکه په سوریه کې دننه د خبریالانو او بشري حقونو د فعالانو پر فعالیت بندیز لګول شوي دی.

په سوریه کې د تازه تاوتریخوالي راپورنه په داسې حال کې رسیږي، چې دغلته د روانې میاشتې له دولسمې نیټې راهیسې اوربند اعلان شوی او د هغې د څارولو لپاره نړیوال څارونکي په دغه هیواد کې دي.

د ملګرو ملتونو د تخمین له مخې د سوریې په یو کلنې شخړه کې تر اوسه پورې ۹ زره کسان وژل شوي دي.