د افغانستان په جنوب کې د ایساف ځواکونو یو سرتیری وژل شوی دی

ایساف ځواکونه وایي، چې د دوی یو سرتیری د افغانستان په جنوب کي وژل شوی.

ایساف د یوې خبر پاڼې په خپرواي سره وایي، چې دغه سرتیرې یې د سړک غاړي د یوه ماین په چاودنه کې وژل شوی.

په دې اعلامیه کې د وژل شوي سرتيري د هویت او د پیښې د کره ځای په اړه څه نه دي ویل شوي.