″ایران د امریکايي بې پیلوټه الوتکې شفري کوډونه نه شي پرانیستلای″

د امریکا دفاع وزیر لېون پنېټا وايي، دی دا نه شي منلای چې ایران به د امریکا د هغې بې پیلوټه الوتکې شفري کوډونه پرانیستي وي چې د تهران واکمنو په تېره ډسمبر میاشت کې د هغې د کوزولو ادعا وکړه.

پنېټا وویل، چې دی د خپلې تجربې له مخې په دې برخه کې د ایران پر وړتیا جدي شک لري.

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د هوايي ځواک قوماندان جنرال امیر علي حاجي زاده د یکشنبې په ورځ وویل، چې ایراني تخنیکران د دې بې پیلوټه الوتکې له کمپیوټري سیسټم څخه د معلوماتو د راېېستلو په حال کې دي.

د امریکا دفاع وزیر وویل، د دې الوتکې پروګرام محرم دی خو په دې اړه یې نور جزییات څرګند نه کړل.

ایران په تېره ډسمبر میاشت کې ادعا وکړه، چې یوه امریکایۍ بې پیلوټه الوتکه یې راکښته کړې، خو د ناټو چارواکو وویل، چې له دې الوتکې په افغانستان کې کار اخیستل کېده چې د تخنیکي عارضې له وجې یې خپله لاره ورکه کړه او د ایران خاورې ته ننوته او هلته بیا راوغورځېده.