"افغان ولسمشر افغانستان ته د راتګ اجازه رانه کړه"

د متحد ایالاتو د کانګرس د غړي ډانا روهرابکر

د متحد ایالاتو د کانګرس د غړي ډانا روهرابکر دفتر دا تایید کړه، چې افغان ولسمشر پر ده فشار راوړی وو، چې افغانستان ته خپل تګ لغو کړي او دې هېواد ته د هغه د تګ هرکلۍ ونشو.

روهرابکر د امریکا د کلفورنیا ایالت هغه جمهوري غوښتونکې دی چې پر ولسمشر کرزي سختي نیوکې کوي او ټاکل شوې وه د هغه هیات سره وي چې د یکشنبې په ورځ یې په شمال کې له قومي مشر عبدالرشید دوستم او نورو مخالفو مشرانو سره وکتل.

د روهرابکر دفتر وایي، ولسمشر کرزی ګواښونه کول چې که چیرته روهرابکر په هغې پوځي الوتکۍ کې وي، چې دا هیات په کې له دوبۍ څخه د جمعې په ورځ د کابل په لور روان وو نو افغانستان ته به د دې هیات د ټولو غړو سفر لغو شي.

تر دې دمخه داسې راپورنه خپاره شوي وو، چې ګویا روهرابکر افغانستان ته د تګ ویزه نه درلوده او په همدې دلیل په دوبۍ کې پاتې شوی، خو د روهرابکر د دفتر اعلامیې کې راغلی، چې ولسمشر کرزی د دې سفر په وړاندې خنډ شو.

د روهرابکر دفتر زیاتوي د کرزي غوښتنه د متحد ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیزي هلیري کلنتن له خوا ورسیدلې وه او هغه په دوبی کې پاتې شو.

روهرابکر د متحد ایالاتو د استازو د جرګې د څارنې یا نظارت او ارزونې په برخه کې د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشري کوي.

هغه په افغانستان کې پر اداري فساد سختي نیوکې کوي او په دې اړه د جدي تحقیقاتو غوښتونکې دی.

روهرابکر هغه څوک دی، چې په افغانستان د قدرت د نه تمرکز یا فدرالي سیستم غوښتونکې دی او له افغان مشرانو لکه جنرال دوستم، محمد محقق او احمد ضیا مسعود سره یې څو میاشتي په دې مسایلو غونډې کړې دي.