د منډو په سیالیو کې د مړې شوې لوبغاړې په یاد ۲۹ زره ډالره راټولې شوي

څه باندې یوسلو نهه ویشت زره ډالره د هغې ځواني ښځې په یاد ټولې شوې چې د شنبي په ورځ د منډو د سیالې پر مهال مړه شوه.

دېرش کلنه ̎کلیرسکوایرس̎ چې د سینګار ګرې په توګه یې کار کاوه په دې څلوېښت کیلومترئ منډه کې یې چې په لندن کې تر سره شوه برخه اخیستې وه. هغه د سینت جمیر پارک کې خپل هدف ته ډېره نیژدې شوې وه چې په مځکه ولویده او ساه یې ورکړه.

د منډو دا سیالي د یوې خیریه موسسي له خوا جوړه شوې وه، چې ناهیلو او بی وزلو خلکو سره مرسته کوي. زرګونو کسانو پرون د انټرنیټ د ویب پاڼې له لاری د دې بریتانوۍ ښځې په نوم مالي مرسته وکړه او یو سلو نهه ویشت زره ډالره ټولې شوې.

د دې میرمن د مړیني په اړه څیړنې دوام لري. کلیر سکوایرس یوولسم تن دی چې له نولس سوه یو اتیایم کال راهیسې په بریتانیا کې د منډو د مسابقې پر مهال مړه شوي دي.