روسیه: په چیچنیا او داغستان کې ۱۱ سخت دریځې او ۲ پولیس وژل شوي دي

په روسیې کې له ترهګرۍ سره د مبارزي د اطلاعاتو دفتر پرون وویل؛ د تیرې یکشنبي ورځې راهیسي په چیچنیا او داغستان کې یوولس سخت دریځې او دوه پولیس وژل شوي دي.

نهه سخت دریځې په داغستان کې د خاصو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي او دوه تنه نور بیا د چیچنیا په یوه ځنګل کې پټ شوي وو او هماغلته له پولیس سره د نښتو په وخت ووژل شول.

هغه مهال چې د سخت دریځو پټنځایونه لټول شوی نو د چیچنیا د لوړ رتبه مقاماتو د یو شمیر کسانو د موتړو د نمبر پلیټونو لست هم په کې موندل شوی دی.