د ولسمشر کرزي کابينې له امریکا سره د ستراتیژیک سند پر مسودې بحث وکړ

د افغانستان د کابینې په پرونې غونډه کې د افغانستان او متحد ایالاتو تر منځ د همکاریو د ستراتیژیک سند د مسودې په اړه خبرې وشوې.

د جمهوري ریاست په اعلامیه کې راغلي په دې سند کې د هغو برخو ډیر ملاتړ وشو، چې په کې د افغان ځواکونو پر پیاوړتیا ټینګار شوي.

همدا شان د جمهوری ریاست په اعلامیه کې راغلي چې د ملي امنیت سلا کار هم ولسي جرګې ته د دې سند د اهمیت په اړه خبرې کړي دي.

هغه د دې تړون د اهمیت په اړه وویل: ̎له امریکاسره د ستراتیژیکو اړیکو سند به په دی هیواد او سیمه کې سولې او امنیت ته لاره هواره کړې.̎

دا سند د تیرې یکشنبي په ورځ نهایې شو او د افغانستان او متحد ایالاتو د جمهور ریسانو لاسلیک ته تیار دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د متحد ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ̎ویکتوریا نیولند̎ پرون په واشنګتن کې په دې اړه خبریالانو ته وویل:

̎موږ خوشاله یو چې وروسته له ډیرو همکاریو د دواړو خواوو استازو په ګډه داسې سند ته لار ومونده څو هغه خپلو حکومتونو ته وړاندې کړي.̎

د افغانستان او متحد ایالاتو تر منځ د ستراتیژیکو همکاریو د سند د مسودې په اړه خبرې په داسې حال کې تودې دي، چې له جرمني او استرالیا سره هم د افغانستان د ستراتیژیکو همکاریو د مسودې په باب خبرې روانې دي.