اروپایي اتحادیي بیا له افغانستان سره د خپلو مرستو پر دوام ټینګار وکړ

اروپایي اتحادیي نن یو ځل بیا له افغانستان سره د خپلو مرستو په دوام ټینګار وکړ.

د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست مشرې کاترین اشټن نن په لوکسامبورک کې د دی اتحادیي د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې مخکې خبریالانو ته وویل:

(موږ غواړو په دی اړه ډاډ حاصل کړو، چې په راتلونکي کې په څه ډول د افغانستان له خلکو سره زیاته مرسته کولای شو.

هغه څه چې په موږ پورې اړه لري دا دی چې خپل پراختیايي لومړیتوبونه وڅیړو، په دی مانا چې د پولیسو له کارونو چې اوس یي ترسره کوو، ملاتړ ته دوام ورکړو او البته غواړو دا ډاډ هم حاصل کړو چې ښځې په افغانستان کې په ټولنه کې هغه رول ولوبوي چې حقونه ایجابوي.)

اروپایي اتحادیې له افغانستان سره د بیارغونې په برخه کې پر مرستو سربیره د دی هېواد د ملي پولیسو په روزلو او سمبالولو کې هم فعاله ونډه اخیستې ده.