پروان: په شینوارو ولسوالۍ کې د یوه ښونځي د جوړولو کار پیل شو

د پروان د پوهنې چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې د یوه ښونځي د جوړولو کار پیل شو.

د پروان د پوهنې یوه مسول حفیظ الله صالحی ازادي راډیو ته وویل چې په دې ښونځي باندې اتیا زره امریکایي ډالره لګښت راځي چې د پوهنې وزارت له بودیجې ورکول کیږي.

بل لورته د خوست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ودانۍ د بنسټ ډبره کیښودل شوه.

د خوست د اطلاعاتو او کلتور ریس امین شاه الفت ازادۍ راډيو ته وویل، چې په دغې ودانۍ نهه میلیونه افغانۍ لګښت راځي او کار به یې په نهو میاشتو کې بشپړ شي.