د هغو افغان کډوالو د ستونزو د هواري لپاره هڅې پيل شوي، چې د اندونیزیا پولیسو نیولي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، د هغو افغان کډوالو د ستونزو د هواري لپاره یې هڅې پيل کړي چې تیره اونۍ د اندونیزیا پولیسو نیولي دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسي زي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې په اندونیزیا او اسټرالیا کې د افغانستان سفیران د دغو هېوادونو له ځایي چارواکو سره په تماس کې دي، څو د دغو کډوالو ستونزې هوارې کړي.

ښاغلي موسی زي زیاته کړه، چې د افغانستان سفارتونه به دغو کډوالو ته د اړتیا په وخت کې د بیرته راتګ پاڼې هم ورکړي.

تیره اونۍ د غیر قانوي کډوالو یوه بیړۍ له اندونیزیا څخه اسټرالیا ته روانه وه، چې بیړۍ یې په اندونیزیا کې ډوبه شوه او کډوالو ځانونه په لامبو د سمندر غاړې ته ورسول.

له دغو کډوالو څخه یې اویا تنه د اندونیزیا پولیسو نیولي، چې ډیری یي افغانان دي.