د کار او ټولنیزو وزارت: د متقاعدینو د امتیازاتو په ورکړه کې اسانتیاوې رامنځته کوو

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، چې د متقاعدینو د امتیازاتو په ورکړه کې یې یو لړ اسانتیاوې را منځته کړي.

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې له دې وروسته به د متقاعد مامور معاش هرکال د هغه بانکي حساب ته اضافه کیږي.

له دې وړاندې متقاعدین مامورین د دوي د امتیازاتو د ورکړې په برخه کې له ستونزو سره مخ وو.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، چې له دې اسانتیاوو سره به هم د متقاعدینو ستونزې هوارې شي او هم به ورسره د اداري فساد مخه ونیول شي.