د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر او د ملي امنیت سلاکار نن د ملي شورا غړو ته له امریکا سره د ستراتيژیک سند د مسودې د محتوا په اړه معلومات ورکوي.
د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول همدا شیبه په مشرانو جرګه کې دی او د ملي امنیت سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا په ولسي جرګه کې وکیلانو ته معلومات ورکوي.
د بهرنیو چارو وزیر سناتورانو ته وویل، چې له امریکا سره د ستراتيژیک سند مسوده په اتو برخو کې ترتیب شوې، چې د افغانستان ملي حاکمیت، اقتصادي وده، له ۲۰۱۴ کال وروسته د یو شمېر امریکایي سرتیرو پاته کیدل او له افغانستان سره د امریکا د مرستو مشخصول په کې شامل دي.
له امریکا سره د ستراتيژیک سند مسوده تیره ورځ د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار ډاکتر رنګین دادفر سپنتا او د امریکا د سفیر راین کراکر ترمنځ بشپړه شوه .
د جمهوري ریاست چارواکي وایي چې په دې سند کې په افغانستان کې د امریکا پوځی اډې نه دي شاملې.