ایران وایي، له هغې بې پيلوټه امریکایې الوتکې څخه یې چې پروسږکال په دې هېواد کې رالویدلې وه، ځینې معلومات تر لاسه کړي.
په دې معلوماتو کې د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن په اړه څو اونۍ مخکې تر دې چې هغه ووژل شي یوه اندازه د جاسوسې شواهد موجود دي.
ایراني چارواکي ادعا کوي، چې دې ته ورته الوتکه به جوړه کړي.
ایران پروسږکال وویل، چې دا طیاره دوي راغورځولې خو امریکا بیا وایې چې د ځينو تخنیکي ستونزو له امله دا طیاره د ایران په خاوره کې نسکوره شوې وه .
امریکا دغه راز دا موضوع رد کړه، چې ایران دي وکړای شې له دې الوتکۍ ځینې حساس معلومات تر لاسه کړي دا ځکه چې د دوي په وینا د دا ډول الوتکو استخباراتي ارزښت محدود شوی دی.
تهران د امریکایانو له لوري د دې الوتکې د بیرته ورکولو غوښتنه رد کړه او هم یې دا موضوع نه ده منلې، چې ګویا روسيي او چین ورڅخه د دې الوتکې په اړه معلومات غوښتي.