په تیرو څلورو ورځو کې ۳۰تنه د سیلابونو له کبله وژل شوي دي

له طبیعي پېښو سره د مبارزې د ادارې چارواکي وايي، د تېرو څلور ورځو په سیلابونو کې چې په ۱۳ ولایتونو کې راوتلي دي لږ تر لږه ۳۰ تنه یې وژلي دي.

د دې ادارې رییس محمد دایم کاکړ ازادۍ راډیو ته وویل، چې د دې سیلابونو د راوتلو له امله په لسګونه کسان ټپیان شوي هم دي:

"دیرش تنه وژل شوي د ټپیانو شمېر هم ۲۶ تنه دي، اوه کسه لا درکه دي.

۱۶۵۳ کورونه تخریب شوي، ۴۸۴۹ جریبه کرنیزه ځمکه او شاوخوا ۱۵۳۰ څاروي له منځه تللي."


په هېواد کې وروستي سیلابونه په داسې حال کې د لسګونو کسانو ژوند اخلي، چې د تېر کال په وروستیو کې سختو واورو او برفکوچونو په سلګونه کسان ووژل.