کاکړ: وروستیو سیلابونو ۳۰ تنه وژلي دي

د افغانستان له طبعي پیښو سره د مبارزې د ملي ادارې مشر محمد دایم کاکړ

د افغانستان له طبعي پیښو سره د مبارزې ملي اداره وايي، چې په وروستیو دریو ورځو کې د سیلاوونو له امله د هیواد په ۱۳ ولایتونو کې دېرش تنه وژل شوي دي.

د دغې ادارې مشر محمد دایم کاکړ د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې د دغو سیلاوونو له امله لسګونه کسان ټپيان شوي هم دي.

په دې اړه جمیلې ظریف له دایم کاکړ سره مرکه کړې.

Your browser doesn’t support HTML5

د وروستیو سیلابونو په اړه له دایم کاکړ سره مرکه