په تخار،بدخشان او کندز ولایتونوکې تیره شپه د سیلابونو له امله ځاني او مالي زیانونه رامنځ ته شوي دي.
د بدخشان والي شاه والي الله ادیب آزادي راډیوته وویل چې په تشکان اودرایم ولسوالیوکې د سیلابونو له امله یوتن مړ شوی او اته نورټپیان شوي.
دغه راز د تخار والي عبدالجبار تقوا وایي، چې په چاه آب، چال، شکمش او فرخار ولسوالیو کې سیلابونو سلګونه کورونه زیانمن او ګڼ شمېر څاروي یې له مینځه وړي دي.
د کندز سیمه ییز مسوولان هم وایي، چې په خان آباد، علي آباد او امام صاحب ولسوالیو کې د سیلابونو له امله یوتن مړ شوی، نږدې پنځه سوه کورونه زیانمن او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.
ولسمشرکرزي اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې چې سیلاب ځپلو سیموته بیړنۍ مرستې واستوي.