سوریه: د ملګرو ملتونو پنځه څارونکي د حمص په ښار کې اوربند څاري

د ملګروملتونو پنځه ملکي استازي نن په سوریه کې د اعلان شوي اوربند د څارنې په خاطر د حمص ښار ته ولاړل.

د دې ډلې دوه غړي نن په حمص کې ځاي پر ځای شول.

د ملګروملتو د امنیت شورا پرون یو پریکړه لیک تصویب کړ او د اوربند د ټينګیدو لپاره یې سوریې ته د ۳۰۰ څارونکو د تګ ملاتړ وکړ.

له حمص څخه په یوه خپره شوې ویډيو کې څرګندیږي، چې په دې ښار کې د جنګي مهماتو له بقایا او د ودانیو له خرابو پرته ډير څه نه دي پاتي.