په کندز ولایت کې وروستیو سیلابونو د سر او مال زیانونه اړولي دي

د کندز په دریو ولسوالیو کې تیره شپه د سیلابونو له امله یو شپون مړ، لسګونه کورونه زیانمن او سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شویده.

د کندز د طبیعي پیښو پرضد مبارزې رییس میراقا اعتبار آزادي راډیو ته وویل، چې دا سیلابونه په خان آباد، علي آباد او امام صاحب ولسوالۍ کې جاري شوي دي.

ده وویل، چې د دې سیلابونو له امله نږدې پنځه سوه کورونه زیانمن او خلک دې ته اړ شوي چې له خپلو کورونو څخه ووځي.

د افغانستان په یوشمیر نورو ولایتونو کې هم د وروستیو اورښتونو او سیلابونو له امله یوشمیرکسان مړه او لسګونه کورونه ویجاړ شوي، ولسمشرکرزي اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې چې سیلاب ځپلو سیمو ته بیړنۍ مرستې واستوي.