جاپان میانمر ته خپل درې نیم میلیارده ډالره پور وربخښي

جاپان موافقه کړې، چې میانمر ته خپل درې عشاریه اوه میلیارده ډالر پور وروبخښي.

توکیو دغه راز ژمنه کړې چې له میانمر سره به خپلې پراختیايي مرستې هم له سره پیل کړي.

دا اعلان تیره ورځ په توکیو کې د جاپان صدراعظم یو شیکو نوډا د میانمر له ولسمشر تین سین سره د کتنې پر مهال وکړ.

دواړو خواو په دې هم موافقه کړې، چې د میانمر له پایتخت رنګون سره نزدې به د یوې ځانګړې اقتصادي سیمې د جوړولو لپاره پلان جوړکړي.

ولسمشر تین سین وویل، جاپان به په میانمر کې د اصلاحاتو لپاره خپله اقتصادي همکاري پراخه کړي.

دا له دریو لسیزو راپدیخوا جاپان ته د پخوانۍ برما د ولسمشر لومړنۍ سفر دی.

د میانمر د ملکي حکومت له خوا چې له شاوخوا نیمي پیړۍ راهیسې په دې هیواد کې جوړ شوی په دې وروستیو کې یو څه اصلاحات راوستل شوي دي.

د دې اصلاحاتو په بدل کې اروپايي ټولنې پر میانمر د خپلو بندیزونو د کمولو ژمنه کړې او امریکا او اسټرالیا لا دمخه پر میانمر خپل بندیزونه کم کړي دي.