په سوریه کې د ملګرو ملتونو له خوا استول شوي څارونکي، چې په دې هیواد کې د کوفي عنان په منځګړیتوب تینګ شوی اوربند څارې د شنبې په ورځ د سوریې ناکراره ښار حمص ته تللي او د هغه ځای لیدنه کوي.
په حمص کې چارواکو ویلي دي، چې د ملګرو ملتونو د څارونکیو دې اوه کسیزې ډلې په حمص کې د خپلې څارنې له پیلولو مخکې د دې ولایت له والي سره وکتل.
فعالان وايي، په حمص کې کې جګړه او د حکومتي ځواکونو له خوا د توغنیدو ورول بند شوي دي او پوځیانو د دې ډلې تر ورتلو د مخه ټانکونه پټ کړي.
دا راپورونه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.
دا په داسې حال کې ده چې تمه ده د ملګرو ملتونو د امنیت شورا به نن د هغه پریکړه لیک په اړه رایې ورکړي چې له مخې به یې سوریې ته د درې سوو په شا او خوا کې نور څارونکي واستول شي څو په دې هیواد کې د ملګرو ملتونو او عربي ټولنې د استازي کوفي عنان په منځګړتوب رامنځ ته شوی اوربند وڅاري.