″شمالي کوریا در خپلې دریمې اټمي ازموینې لپاره چمتوالی بشپړ کړی دی″

د جنوبي کوریا یوې ورځپاڼې د حکومتي چارواکو له خولې ویلي، چې شمالي کوریا د خپلې دریمې اټمې ازموینې لپاره چمتوالی بشپړ کړی دی او ښايي په راتلونکیو دو اونیو کې دا ازموینه ترسره کړي.

ورځپاڼه وايي، چې په دې اړه کارونه په ″پونګي – ري″ ښار کې په هغه سیمه کې چې دوه مخکینۍ اټمي ازموینې هم په کې شوي روان دي.

د جنوبي کوریا د دفاع وزارت په دې اړه له تبصرې کولو ډه ډه کړې ده.

شمالي کوریا تر دې مخکې په ۲۰۰۶ او ۲۰۰۸ م کلونو کې اټمې ازموینې کړې وې.

تیره اونۍ د دې هیواد د اوږده واټن ویشتونکي توغندي ازموینه ناکامه شوې وه. د تیرې اونۍ ازموینې د ګڼو هیوادونو عکس العملونه راپارولي و.