په تهران کې د یوه ایراني شرکت له خوا د افغاني پاسپورټونو وېش اندېښنې پيدا کړي

ولسي جرګې په تهران کې د افغان سفارت له خوا یوه ایراني شرکت ته د افغاني پاسپورټونو د ویشلو د چارو د ورسپارلو په وړاندي سخت غبرګون ښودلی.

د ولسي جرګې منشي عبدالستار خواصي ازادۍ راډیو ته وویل، چې دا کار به د افغانستان ملي امنیت له خطرسره مخ کړي.

د ورکړل شویو رپورټونو له مخې ټاکل شوې، چې په ایران کې شاوخوا یو میلیونو افغانانو ته پاسپورټونه وویشلې شي، څو په ایران کې ورته د پاتې کیدو لنډ مهالې ویزې ولګولې شي.

خو په تهران کې افغان سفارت بیا دا کار یو ایراني شرکت ته سپارلې، چې د ملي شورا د ځینو غړو سربیره یی یو شمیر کتونکي هم اندیښمن کړي او دوی له دې امله د بهرنیو چارو پر وزارت سخت انتقادونه کوي.

خو د بهرنیو چارو وزارت بیا وایي، چې دا شرکت په ایران کې د افغان د سفارت همکار دی او له دې درکه یې د خطر موجودیت رد کړ.