په پاکستان کې د یوې مسافر وړونکي الوتکې د رالویدو په پېښه کې یوسلو اوه ویشت کسان وژل شوي دي. د راپورونو له مخې دا بوینګ ۷۳۷ ډوله الوتکه وه چې له کراچۍ څخه اسلام اباد ته روانه وه.
د بوجا په نوم د هوايي شرکت چارواکي وايي، چې دا الوتکه د خرابې هوا لکه کبله نسکوره شوې ده. د دې شرکت ویاند د مشال راډیو ته وویل:
″زه د دې الوتکې د نسکوریدو د علت په اړه څه ویلی نه شم، پیلوټ ډیر ماهر پیلوټ و. نوموړې له دیرشو کلونو زیاته کاري تجربه لرله.″
راپورونه وايي چې د پېښې پر مهال په سیمه کې زورور بادونه
لیګدل. د پاکستان د بیړنیو چارو د ادارې چارواکي وايي چې د الوتکې له نسکوریدو وروسته په سیمه کې اورلګیدنه هم رامنځ ته شوې ده.
د مشال راډیو خبریالان وايي چې ددې الوتکې د نسکوریدو په پایله کې اسلام اباد ته نژدې لس کورنو اور اخیستی دی، خو چارواکي وايي چې په پېښه کې د الوتکې له عملې او سپرلیو پرته پر مځکه څوک مړ یا ټپي شوی نه دی.