بحرین: د حکومت پرضد مظاهرې په تاوتریخوالي اوښتي دي

په بحرین کې د حکومت ضد مظاهرې له تاوتریخوالې سره ملې شوې دي. د راپورونو له مخې مظاهره چیانو د مظاهرو په کولو په دې هیواد کې د ″فارمولا – ون″ په نوم د مسابقو د ترسرکیدو د مخنیوي غوښتنه کوله.

ویل کېږي یوشمېر مخ پټي ځوانان چې د مظاهرو پر مهال یې له تاوتریخوالي کار اخیسته د بحرین د پولیسو له خوا نیول شوي دي.

مظاهره چیان وايي د ″فارمولا ون″ په نوم د موټرځغلونې د دې مسابقو ترسره کول په دې هیواد کې د دې هیواد حکومت ته د مشروعیت ورکولو په مانا دي.

ټاکل شوې چې دا مسابقې د یکشنبې په ورځ په بحرین کې ترسره شي. د بحرین شهزاده سلیمان د دې مسابقو د بندولو لپاره هر ډول غوښتنې رد کړي او ویلي دي چې ددې غوښتنو په راپورته کولو کې سخت دریځې بنسټپال لاس لري.