په بحرین کې په داسې حال کې د حکومت ضد تازه مظاهرو راپورونه رسیدلي چې په دغه هېواد کې د دې اونۍ په پای کې د موټرو زغلولو نړېواله سیالۍ یا فورموله ون، ترسره کیږي.
تیره ورځ سلګونو کسانو چې غوښتل يې په پایتخت منامه کې د حکومت ضد پراخه مظاهره جوړه کړي د بلوا ضد پولیسو سره اخ و ډب نښتې وکړې.
پولیسو پر مظاهره کونکو چې هڅه يې کوله د بریتانې له سفارت سره نزدې لوې لارې ته ځانونه ورسوي، اوښکي بهونکۍ ګاز استعمال کړ.
بحرین له تیر کال راهیسې د حکومت ضد مظاهرو شاهد دی .
په عین حال کې د موټر زغلولو د نړیوالي سیالۍ پر تنظیمونکو انتقاد کیږي چې په دې هیواد کې د نا کرارۍ له دوام سره سره يې بیا هم دا سیالي پلان کړې ده.