ملي امنیت په پروان ولایت کې یوه ترورستي شبکه نیولې ده

په پروان کې د افغانستان د ملي امنیت ادارې یوه ترورستي شبکه نیولې ده.

د پروان والي عبدالبصیر سالنګي په دې اړه ازادۍ راډيو ته وویل، چې له دغو مشکوکو تروریستانو یې وسلې هم ترلاسه کړې دي:

( یو شمیر کسان چې غوښتل یې ښایسته او خوندي پروان بې امنه کړي، ونیول شول او قانون ته وسپارل شول.

هغه کسان چې د ځان وژونکو بریدونو نیت یې درلود هغوي او د هغوي شبکه نیول شوې، همدا راز هغه وسلې او مهمات چې په بېلابېلو سیمو کې یې د خلکو د ناکرارولو لپاره ځای پرځای کولې نیول شوې دي.)

د پروان والي زیاته کړه، چې دغو کسانو غوښتل وسلې د کوریایانو او امریکایانو د اډو شاوخوا نصب کړي.

پروان هغه ولایت دی چې امنیتي چارې یې له بهرنیو افغان ځواکونو ته سپارل شوې دي.