د ملګرو ملتو سرمنشي له امنیت شورا وغوښتل، چې په سوریې کې د ملګرو ملتو د څارونکو ماموریت پراخ کړي.
بان کې مون دا غوښتنه په داسې وخت کې وکړه، چې بل لور ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن د دمشق پر ضد د ملګرو ملتو د سخت پریکړه لیک د تصویبیدو غوښتنه کړې ده.
بان کي مون پرون په ملګرو ملتو وویل، چې د سوریې وضعیت خورا نازکه دی او له یوې اونۍ راهیسې شوی اوربند ډیر کمزوری دی:
(په سوریې کې لا هم وضعیت سم نه دی. سر بیره پر دې چې حکومت منلې ده چې هر راز تشدد به بندوي، بیا هم موږ د ژورو ستونزو شاهدان یوو، چې دوام لري)
د سوریې ولسمشر بشار الاسد ویلې دي، چې د ملګرو ملتو تر دوه نیم سوه ډیر څارونکي نه مني خو د ملګرو ملتو سرمنشي د سورې د اوربند د څارلو لپاره د نورو درې سوه څارونکو غوښتنه کړې ده.
بان کي مون همدا راز غوښتې دي چې سوریه دې څارونکي پریږدي چې هر لور ته ولاړ شي او حالات وڅاري.
بل لور ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن په پاریس کې پرون د سوریې په اړه په جوړې شوې غونډې کې وویل، که چیرته سوریې ټولې غوښتنې ونه منلې د وسلو خرڅولو په ګډون دې یو شمیر بندیزونه پرې ولګول شي.