پاکستانۍ ورځپاڼې ډان رپوټ ورکړ، چې د دې ورځپاڼې د مقالو یو کتونکی د پنجشنبې په سهار په کراچۍ کې وژل شوی.
دغې ورځپاڼې څرګنده کړه، چې د مرتضی رضوي جسد په یوه اپارتمان کې د ښار په یوې معتبرې سیمې کې وموندل شو.
د ورځپاڼې په وینا د دې خبریال لاسونه تړل شوې وو او پر ځان یې د وهلو ټکولو نښې ښکاریدې.
رضوي د ډان ورځپاڼې د مجلو د برخې مسوول و.
تر اوسه دا معلومه نه ده چې دا پیښه د رضوي له کار سره څه ارتباط لري.
پاکستان په نړۍ کې د رسنیو د کارکوونکو لپاره یوه خطرناکه سیمه ده او هر کال په دې هیواد کې ګڼ خبریالان وژل کیږي.