چیچنیا سیمې ځمکه پېژندونکو داسې ټوټې موندلي چې دوی وايي، د ډایناسور هګۍ دي

د روسیې د نا ارامې چیچنیا سیمې جیولوژیستانو یا ځمکه پېژندونکو داسې ټوټې موندلي چې دوی وايي، د ډایناسور هګۍ دي.
ډایناسور چې نسل یې اوس له مینځه تللی هغه ستره خزنده وه چې د ساینس پوهانو په وینا شپېته میلیونه کاله مخکې یې د ځمکې په کره کې استوګنه لرله.

د چیچنیا د دولتي پوهنتون جیولوژیست امین جبرییلوف ویليٍ دي چې دوی تراوسه د ډایناسور څلوېښت هګۍ موندلي، خو دی زیاتوي چې د موندل شویو هګیو دقیق شمېر لا معلوم نه دی.