د پاکستان ولسمشر په افغانستان کې پر شوو تازه بریدونو خواشیني ښودلې

پاکستاني ولسمشر اصف علي زرداري د کابل او د افغانستان د څو نورو سیمو پر تازه بریدونو خواشینې ښودلې ده.

ویل کېږي، چې نوموړي پرون ماښام د افعان ولسمشر حامد کرزي سره په تیلفون غږیدلی او له هغه سره يې په خبرو کې دا بریدونه غندلي دي.

د ولسمشر حامد کرزي د ویندوې له دفتره څخه په دې اړه په خپره شوي خبرپاڼه کې د دواړو مشرانو د خبرو ډیر جزیات نه دي ورکړل شوي، خو وايي چې ولسمشر کرزي په دې تیلیفوني مکالمه کې یو وار بیا تروریزم د دواړو هېوادونو لپاره شریک ګواښ وباله او د دې پر ضد یې په ګډه مبارزه ټینګار وکړ.