ملي امنیت: په ننګرهار کې مو د تروریستي بریدګرو ډله نیولې

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست په ننګرهار کې د یوې داسې ډلې د نیول خبر ورکوي، چې په دې ولایت کې یې د تروریستي بریدونو نیت يي درلود.

ملي امنیت په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې ویلي، په دغې څلور کسیزې ډلې کې داسې کس هم شامل دی چې د ځان وژونکې حملې نیت یې درلود.

د اعلامیې له مخې په دوي کې یو کس له یوه اندازه چاودیدونکو موادو سره هم نیول شوی.

په ننګرهار کې دغه ډله په داسې حال کې نیول کیږي چې د تیرې یکشنبې په ورځ وسلوالو مخالفینو د کابل په څو مهمو ځایونو او ننګرهار، پکتیا او لوګر کې په یوه وخت ډله یېزې ځان وژونکې حملې وکړې.