ابخازیا: د ولسمشر د وژلو په ناکامه دسیسه کې یو تورن ځان غرغره کړی

د ګرجستان د جلاغوښتونکې سیمي ابخازیا چارواکي وایي، چې د هغو څلورو کسانو له ډلې چې د سیمې د ولسمشر د وژلو په ناکامه دسیسه کې په لاس لرلو تورن دي، یوه یې نن په یوه زندان کې ځان غرغره کړی دی.

د تیمور خطابه په نوم د غه کس له درې نورو مشکوکو کسانو سره څلور ورځې مخکې نیول شوی و.

دغه راز پرون د کورنیو چارو پخواني وزیر وروسته له هغې په مرکز سوخومي کې په خپل اپارتمان کې ځان وواژه، چې امنیتي ځواکونو یې د نیولو هڅه وکړه.

د ابخازیا لویې څارنوالۍ الماسبای کچاخ په دې تورن کړی و، چې د سیمي د مشر د ناکامه وژنې د دسیسی اصلي طراح و.

د تیرې فبرورۍ په میاشت کې په یوې چاودنې او ډزو کې چی نژدی وه د سیمې ولسمشر الکساندر انکواب ووژل شي، د هغه دوه ساتونکي ووژل شول.