کونړ: په کامدیش کې د عملیاتو له امله بې کوره شویو کورنیو سره مرستې وشوې

د کونړ سیمه یېز چارواکي وايي، له هغو کورنیو سره د خوراکي موادو مرسته وشوه، چې د تیرې شاوخوا یوې اونۍ راهیسې د نورستان په کامدیش ولسوالۍ کې د پوځي عملیاتو له امله د خپلو کورنو پریښودو ته اړې شوې دي.

د کونړ له پیښو سره د مبارزې رئیس غلام علي ثبات ازادي راډیو ته وویل چې له کامدیش ولسوالۍ نه د کنړ ناړې ولسوالۍ ته شاوخوا یو سلو پنځلس کورنۍ کډه شوي دي.

بل خوا د کامدیش ولسوالۍ څو تنو اوسیدونکو ازادۍ راډیو ته وویل، چې له دې ولسوالۍ نه د وروستیو عملیاتو له امله شاوخوا درې سوه کورنۍ بې ځایه شوي دي.