وزیري: د کامدیش ولسوالۍ د افغان ځواکونو تر کنټرول لاندې ده

د افغانستان دفاع وزارت وایي، چې د نورستان کامدیش ولسوالۍ یې د مخالفینو له ولکې پاکه کړې او دا مهال د دولت تر کنټرول لاندې ده.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري نن ازادۍ راډیو ته وویل، چې د مخالفینو په وړاندې د ترسره شوو عملیاتو په نتیجه کې ۴۰ وسله وال مخالفان وژل شوي دي.

د وزیري په وینا، په وژل شوو کې د طالبانو مهم قومندانان هم شامل دي.

خو وسله والو مخالیفینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.