د و یکي لیکس د انټرنټ پاڼې د مسوول خپرونه له روسي ټلونیزون څخه خپريږي

د ویکي لیکس ویب پاڼې د مسوول جولیان اسانژ ټلویزیوني پروګرام به نن د روسیې له یوه ټلویزیون Russia Today څخه خپور شي.

دا ټلویزیوني شبکه چې د کرملین په مالي ملاتړ فعالیت کوي، په انګلیسي ژبه خپرونې لري.

دوی ویلي دي، چې په پروګرام کې د ملیمنو لست به مخکې له مخکې نه خپروي خو دا یې تایید کړې ده، چې حتی لومړۍ مرکه به شدید بحثونه وپاروي.

دا پروګرام چې ۱۲ برخې لري، د سبا ورځې نړۍ نومیږي.

جولیان اسانژ ویلي دي، چې د پروګرام په ترځ کې به په زغرده او سپينې خبرې کیږي.

جولیان اسانژ اوسمهال د جنسي تجاوز د تورونو په خاطر په انګلستان کې، نظر بند دی.

د جولیان اسانژ په مسوولیت د ویکي لیکس ویب سایط وړم کال د امریکا د پټو ډپلوماټیکو اسنادو له افشا کولو سره په ټوله نړۍ کې مشهوره شوه.

د جولیان اسانژ دا پروګرام به په انګلیسي، هسپانوي او عربي ژبو خپور شي.