په نیویارک کې تیره ورځ د هغه مشکوک شخص محاکمه پیل شوه چې پولیس وايي، هڅه يې کړې د دې ښار په میترو یا مځکې لاندې ریل کې بمي چاودنه وکړي.
پر امریکايي تبعه ادیس میدون جانین تور پورې شوې چې د نیویارک په مترو کې يې د بمي چاودنې د پلان سربیره د ډلیزې وژنې د وسلو د استعمال دسیسه جوړه کړې او تروریستي ډلو ته يې مواد برابر کړي دي.
امریکايي مقامات وايي نوموړې چې د القاعده شبکې لخوا روزل شوې د ۲۰۰۱م کال د یولسم سیپتمبر له حملو وروسته يې په متحده ایالاتو کې د لویو خونړیو بریدونو پلان درلود.
له ادیس میدون جانین سره نیول شوو دوو نورو کسانو لا دمخه اعتراف کړی چې په منځني ختیځ کې يې د امریکا د پوځي فعالیتونو په غچ کې په نیویارک کې د تروریستي حملې پلان درلود.