کاناډا: ایران دې د جاسوسۍ په تور نیول شوی حمید قاسمي وبخښي

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر له ایران غوښتي، چې د جاسوسۍ په تور د اعدام په سزا محکوم شوي ایراني الاصله کاناډايي تبعه وبخښي.

″جون بییرډ″ په یوې اعلامیه کې ویلي. هیواد يې ژوره اندیښنه لري، چې کیداۍ شي ۴۲ ″حمید قاسمي شال″ په نزدې وخت کې په دار وځړول شي.

نوموړۍ په ۲۰۰۹م کال کې د جاسوسۍ په تور د ایراني مقاماتو له خوا ونیول شو او وروسته بیا ورته د اعدام سزا واورول شوه.

حمید قاسمي په ایران کې د ۱۹۷۹م کال له اسلامي انقلاب وروسته کاناډا ته تللی و، خو د ایران حکومت د نوموړي دوه ګونې تابعیت نه مني.

نوموړې دا مهال د تهران په یوه زندان کې بند دي.