سره له دې چې سورېې ته د ملګرو ملتونو د اوربند د څارنې یوه لوړ رتبه ډله رسیدلی، خو د شخړو له راپورونو داسې بریښي چې د سوریې نازک اور بند به ژر مات شي.
ولسمشر بشارالاسد ته وفادار ځواکونو نن هم د حمص په ښار کې خپلو بریدونو ته دوام ورکړ.
له ټانکونو یې د توغندي ډزې وکړې او د هغو سیمو شاوخوا چې پکې د حکومت مخالفین دی د هاون مرمی وویشتې . فعالان وايي لږ تر لږه دوه تنه په دې پیښو کې وژل شوی .
تازه شخړو د اوربند پلان ته د بشارلااسد د ژمنی په اړه شکونه ډیر کړي دي، چې تیره پنجشنبې په سوریې کې د څه باندې یوه کال د شخړو د ختمیدولو او د سوریې د سیاسي راتلونکې په اړه د خبرو په مقصد شوی وو.
د ملګرو ملتونو شپږ څارونکې دا اوس په سوریې کې دی او ټاکل شوې چې د سوریې د حکومت او مخالفینو له استازو سره خبرې وکړي.
دیرش نور څارونکې به د روانی اونۍ تر پایه سوریې ته ورسیږي.