ایران به د یورانیمو د غني کولو په برخه کې له خپله حقه وانه وړي

د ایران د بهرینو چارو وزیرعلي اکبر صالحي نن وویل، ایران به د یورانیمو د غني کولو په برخه کې له خپله حقه وانه وړي خو هغه دې ته اشاره وکړه، چې د یورانیمو د غني کولو د اندازې په اړه په ازاده توګه بحث کېدای شي.

صالحي د ایران دولتي ستالایت چینل، جام جم، سره په خبرو کې وویل، د اټمي موادو غني کول:

(له طبیعي یورانیمو رانیولی تر سل په سلو کې غني شوي یورانیم رانغاړي یا په برکې نیسي.)

صالحي وویل، په دې اړه د خبرو لپاره د می په دوه ویشتمه چې کله په بغداد کې غونډه کیږي د خبرو ځای شته.

صالحې دا خبرې د شنبې په ورځ په استانبول کې د نړۍ له شپږو قدرتونو سره تر خبرو وروسته وکړې.